هېواد کې د امنیت په ټینګښت سره د بشري او روغتیايي فعالیتونو لپاره ښه زمینه رامنځ ته شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، هېواد کې د امنیت په ټینګښت سره د بشري او روغتیايي فعالیتونو لپاره ښه زمینه رامنځ ته شوې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن پنشنبې د غوايي ۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سره صلیب او سرې میاشتې د آسیا برخې د پسفیک فدراسیون له رییس الکساندر میتیو سره د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې د سره صلیب او سرې میاشتې د آسیا برخې د پسفیک فدراسیون له رییس الکساندر میتیو په بشري او روغتیايي برخو کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ وېې ویل: دغه بنسټ هڅه کوي تر څو په روان کې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړی او د اوږد مهاله همکاریو لپاره لار برابره کړي.

میتیو زیاته کړه، چې سور صلیب د مرستو رسولو تر څنګ د افغانستان له اړونده ادارو سره ښې اړیکې هم لري.

 د نوموړي په وینا، د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو دویمه لړۍ د افغانستان پر بشري وضعیت منفي اغېز کړی چې په دې اړه یې خپله اندېښنه او د دغه لړۍ درولو دریځ له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده.

متیو همدارنګه یادونه وکړه چې له افغاني سرې میاشتې سره د اسلامي امارت ملاتړ کولای شي د هېوادونو او مرستندویه موسسو ډېرې مرستې راجلب کړي.

د خبرپاڼې له مخې له مخې، په دې کتنه کې د وزيرانو شورا سياسي معين مولوي عبدالکبير وويل: په افغانستان کې د بشپړ امنيت په تامينولو سره د بشري او روغتيايي فعاليتونو لپاره ښه فرصت رامنځته شوى دى.

خبرپاڼه زیاتوي: په دې کتنه کې د دولت سیاسي مرستیال په یو شمېر ولایتونو کې روغتونونو ته د سره صلیب د مرستو د بیا پیلولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت د بشري مرستو په رسولو کې له مرستندویه موسسو سره همکاري کوي.

مولوي عبدالکبیر د سره صليب له مرستو د مننې په ترڅ کې وويل: اسلامي امارت د سره صليب د نړيوالې کمېټې او افغاني سرې مياشتې له ګټورو او خيريه کارونو ملاتړ کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .